د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د چلي سينېټر ملاقات ۔ د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه

رياض 09 جون (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره د چلي سينېټر او د انډيپنډينټ ډيموكريټك يونين لارښود جيكولين وان ريسل برګ د خپل پلاوي سره ملاقات كړے۔ د سعودي خبر رسني ادارې له مخي خارجه وزارت د اړخه جاري بيان كښې د چلي سينېټر په سركاري دوره سعودي عرب كښې دے او هغه په رياض كښې د خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره ملاقات كړے۔ملاقات په مهال سعودي عرب او چلي په شريكو اړيكو او ټولو څانګو كښې د اړيكو لا زياتولو خبرې شوي۔په دې موقع دواړو لارښودو په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو او په شريكو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كړې