د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني د ايوان تجارت پخواني صدر ملك علي روغتيا لپاره دعا

اېبټ آباد۔ 8 جون (اے پی پی) د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غنی د ايوان تجارت پخواني صدر ، د پخواني کونسلر اربن سټی او لارښود ملک علی ګوھر كور ته لاړو او دغلته ئې د هغه د ناروغتيا تپوس پوښتنه وكړه۔ هغه تر ډېره وخته ملك علي ګوهر سره ؤ او د هغه سره ئې د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه كوله۔ ملک علی ګوهر كور ته په راتللو او د ناروغتيا په تپوس پوښتنه كولو د مشتاق غني مننه وكړه او هغه لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه