اپوزېشن ګوندونه دې ټاكنو كښې سپيځلتيا او ښه نتيجو ترلاسه كولو لپاره د انتخابي اصلاحات په لړ كښې د حكومت ملګرتيا وكړي۔ د سېنېټر فيصل جاوېد خان نجي ټي وي چينل سره خبرې

اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر فيصل جاوېد خان وئېلي دي موجوده حكومت په سپيځلتيا باور لري او په سنجيدګۍ سره د انتخابي اصلاحات كولو عزم لري۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل ټوله نړۍ د ټېكنالوجۍ پلو روانه ده٬ټاكنو كښې سپيځلتيا لپاره د اليكټرانك ووټنګ سستم معارفي كول د وخت مهم ضرورت دے٬ده ووئيل اپوزېشن ګوندونه دې په ټاكنو كښې سپيځلتيا او ښو نتيجو ترلاسه كولو لپاره د انتخابي اصلاحات مولو په لړ كښې د حكومت ملګرتيا وكړي٬كه په هېواد كښې سپيځلې ټاكنې ونه شي نو د هېواد بهترۍ لپاره مطلوبه نتيجې نه شي ترلاسه كېدې۔ده ووئيل د حكومت لخوا بلين ټري سونامي او احساس پروګرام اولس لپاره لويې اقدامات دي ٬د كورونا وائرس چېلنج باوجود د هېواد په معيشت كښې بهتري راغلې ۔