د کنټرول آف نارکوټك سبسټانسز اېکټ 2019 له مخې د نشي اي توكو قاچاق كېس كښې وړومبۍ سزا واورولې شوه

پېښور 08 جون (اے پی پی) د کنټرول آف نارکوټك سبسټانسز اېکټ 2019 له مخې خېبر پښتو نخوا كښې د نشي اي توكو د قاچاق كېس كښې وړومبۍ سزا اورولې شوې۔ تفصيلات له مخې د اېکسائز انټیلي جنس بېوروـ4 انچارج انسپکټر ریاض خان او سب انسپکټر اذلان اسلم په جهانګيره صوابۍ سړك كاروائي كولو سره دوو تورنو ايوب ترين او عرفان ګل څخه 25 كلوګرامه چرس برآمد كړي وو ۔ په دواړو تورنو د صوبې د نشه اي توكو د مخنيوي اېكټ له مخې مقدمه درج كړې شوې وه ۔ د پراسیکیوشن لخوا محمد ریاض انسپکټر او اذلان اسلم سب انسپکټر د ګواهانو په توګه وړاندې شول او د جرح نه پس د وړوكي لاهور اېډيشنل سېشن جج صوابۍ د ګواهانو او ثبوتونو په رڼا كښې دواړو تورنو ته د عمر قېد او د پنځه پنځه لكه روپو د جرمانې سزا واوروله