واشنګټن 08 جون (اے پي پي) امريکې په کېمرون كښې په تشدد زياتوونكو د ويزې بندېز لګولے٬ د كومو په سبب چې د كېمرون پوځ او بېلتون خوښو ياغيانو ترمېنِځه د تېرو 4 كالو راهسې حالات كړكېچن دي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د امريكې خارجه وزير اينټوني ني بلنکن تېره ورځ اعلان كړے چې كېمرون كښې د انګرېزانو په سيمه كښې د بحران سوله ايز حل په لاره كښې خنډان رامخې ته كوٶنكو او په تشدد زياتوونكو د ويزې بندېز لګولے شوے ۔ ده ووئيل مونږ به د كمېرون واكدارانو او په بېلتون خوښو ډلو د تشدد خاتمې او د كوم شرط نه غېر د شخړې په هواري زور رواړٶ۔ د امريكې حكومت په دې لړ كښې د متثره كسانو نومونه نه دي ښودلي