بغداد 08 جون (اے پي پي) دعراق پايه تخت بغداد كښې په لويديزه سيمه كښې نامعلومه وسله والو د عراق استخباراتي سينيئر افسر نبراس ابو علي وژلے دے۔ د عرب نيوز العربيه ټي وي چېنل په دې لړ كښې وئيلي دي افسر په داسې وخت وژلے شوے كله چې د استخبارتي ادارې لخوا د وګړو په ضد يو شمېر تخريبي منصوبې شنډې كړې شوي۔ بلخوا د عراق چارواكو له مخې په دې پېښه كوم سركاري بيان نه دے رامخې ته شوے ۔