مراکش، نړيوالو پروازونو لپاره د پنځلسم جون څخه د هوائي مېدان بړانستلو اعلان

رباط 08 جون (اے پي پي) د مراکش چارواكو د 15م جون څخه د هېواد هوائي مېدان نړيوالو پروازونو لپاره د پرانستلو اعلان كړے ۔ د عرب ميډيا له مخې د مراكش د صحت چارواكو د كرونا مخنيوي لپاره دوه فهرستونه جاري كړي ٬ وړومبے فهرست د مراكش وګړو او د مېشته غېر ملكيانو لپاره دے چې ورته مراكش ته د تګ راتګ مشروط اجازه وركړې شوې، خو شرط دا دے چې وګړي يا خارجيانو ته واكسين لګولې شوې وي يا د پي سي آر سند ورسره وي چې دوي د وائرس نه پاك دي۔ دوېم فهرست د ھغه هېوادونو دے چرته چې د كرونا وائرس مصدقه كېسونه زياتېږي يا هلته وائرس مختلف او خطرناك رح اختياروي يا هلته د كرونا وائرس د سمو شمېرو رېكارډ نه وي ٬ په ھغوي بنديز د مراكش چارواكو لګولے او ھغوي به د سفر نه وړاندې اجازه اخلي