برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مرګونو شميره 4 لكهه 74 زره څخه زياته شوه

ريوډي جنيرو 08 جون (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مرګونو شميره 4 لكهه 74 زره څخه زياته شوې ٬ دغسي ټول هېواد كښې د رنځورانو شميره يو كروړ69 لكهه 85 زره څخه زياته شوې ۔د نهي په ورځ د امريكې ميډيا له مخي برازيل كښې د وائرس نوو كيسونو رامخي ته كيدو نه پس د ځپليو شميره 16985812 ته رسيدلي۔ برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د ورځي د مرګونو شميره يو ځل بيا زياته شوې ، برازيل د روغتيا وزارت له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره 474614 ته رسيدلي ٬ دغسي بيلو سيمو كښې دا مهال د كورونا وائرس 1102797 فعاله رنځوران موجود دي۔ برازيل د روغتيا وزارت شميرې له مخي هېواد كښې تر اوسه 15408401 څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره برازيل د نړۍ دريم دغسې د مړو په اړه دويم زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ برازيل د كورونا وائرس له امله د مړو شميرې په لحاظ سره د امريكې نه پس په دويم لمبر دے٬ دغسي د كورونا ځپليو شميرې په توګه امريكا او د هند نه پس په دريم لمبر هېواد دے