جدہ، “جدہ سپر ډوم” ډيجيټل كښې به د منصوبو د نندارتون پرانسته (نن) كېږي

جدہ 08 جون (اے پي پي) جدہ كښې د ستنو وركولو نه غېر د نړۍ تر ټولو لوي ګنبد “جده سپر ډوم” كښې به د ډيجيټل منصوبو د نندارتون پرانسته (نن) د شورو په ورځ كېږي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې سعودي نړيوالو كنفرنسونو او پروګرامونو لپاره په جده كښې د سنتو نه غېر د نړۍ لوئې ګنبد جوړ كړے كوم چې په نړۍ كښې د خپل نوعيت لوئې ګنبد دے۔ د مكې ګورنر شهزادہ خالد الفېصل به (نن) د شورو په ورځ په ګنبد كښې د ډيجيټل منصوبو د نندارتون پرانسته كوي۔ د مکه مکرمه ګورنرېټ له مخې په تاريخ كښې په وړومبي ځل د ګورنرېټ كلن پروګرامونه به د يو چهت لاندې په يو وخت كېږي او پائې ته به رسي۔ په دې پروګرامونو كښې به د سركاري او نجي ادارو نه علاوه د مكه ريجن سول ادارې هم ګډون كوي ۔ په دې موقع به يو شمېر مقابلې او نور پروګرامونه هم كېږي۔