د سعودي دفاع نائب وزير خالد بن سلمان سره د برطانېي خارجه وزير ملاقات ٬ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

ریاض۔8جون (اے پی پی) د سعودي دفاع نائب وزير خالد بن سلمان سره د برطانيې خارجه وزير ډومېنك راب ملاقات كړے۔ د سعودي خپرونې ادارې له مخې ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه ستراتيجيكي اړيكو په وده ٬ دفاعي څانګه كښې د مرستې په زياتولو ٬ د منطقې په روانه وضعه ٬ او يمن كښې امن او استحكام په ځاے كولو سره د سياسي حل په حاجت خبرې شوي۔ په دې مهال برطانيه كښې د سعودي سفير شهزاه خالد بن بندر بن سلطان او د وسله وال پوځ مشر جنرل فیاض الرویلی، د دفاع عسكري صلاحكار جنرل انجینئر طلال العتیبی او یمن كښې د سعودي سفير محمد بن سعيد آل جابر هم موجود وو۔