باجوړ۔7جون (اے پی پی) باجوړ كښې د زده كړو ټولې سركاري او غېر سكاري ادارې يوه مياشت بندې پاتې كېدو نه پس پرانستلې شوي۔ د زده كړو څانګی چارواكو له مخې د باجوړ ضلعې د زده كړو ټولې سركاري او غېر سركاري ادارې د ګل ورځې نه پرانستلې شوي ۔ په دې مهال باجوړ كښې د زده كړو هلو ځلو په بحالېدو ډپټی کمشنر محمد فیاض خان شیرپاؤ د بېلو سكولونو دوره وكړه۔ په دې مهال هغه د سكول ماشومانو ته ماسكونه واچول۔ د سكول انتظاميې ته سپارښتنه كولو سره هغه ووئيل په جاري شوو اېس او پيز عملدرآمد باوري كړئ دغسې چې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوېے وكړې شي