د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان ګھوټكي كښې د رېل په پیښه د غم دړد څرګندونه وكړه

كوئټه07 جون(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان ګھوټكي كښې د رېل په پیښه د غم دړد څرګندونه كړی۔وزيراعلٰی د حق رسېليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې پېښه كښې حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنيو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔وزيراعلٰی په پیښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا دعا هم وكړه