په نائجېريا كښې د وسله والو په بريدونو كښې 88 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي

ابوجا 06 جون (اے پي پي) په نائجېريا كښې د وسله والو په بريدونو كښې 88 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د نائجېريا د پوليسو وياند نافيو ابوبكر مېډيا ته ووئيل چې د شمالي لوېديځ كېبي ايالت په اتو بېلا بېلو سيمو كښې وسله والو بريدونه كړي دي او په نتيجه كښې ئې 88 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي. ده ووئيل چې ځپل شويو سيمو ته امنيتي اهلكار لېږل شوي دي. تېر كال د اپرېل په مياشت كښې هم په نائجېريا كښې وسله والو سره په نښتو كښې د 9 پوليس اهلكارو پشمول 11 امنيتي اهلكار وژل شوي وو.