د وېسټ انډيز او سوئيلي افريقې ترمېنځه وړومبې ټېسټ مېچ به د جون په 10مه نېټه پېل كېږي

سېنټ لوشيا 06 جون (اے پي پي) د وېسټ انډيز او سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې ټېسټ مېچ به د جون په 10مه نېټه په ګراس آئيلېټ كښې پېل كېږي. د سوئيلې افريقې لوبډله د وېسټ انډيز په دوره ده. هغه به د كوربه لوبډلې په ضد دوه ټېسټ مېچونه او پنځه ټي ټونټي نړيوال مېچونه كوي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به د جون په 18مه نېټه پېل كېږي. د ټي ټونټي مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به د جون په 26، دوهم به د جون په 27، دريم به د جون په 29 ، څلورم به د جولائي په وړومبې او پنځم او وروستې مېچ به د جولائي په 3مه نېټه نېټه كېږي.