په برازيل كښې د كورونا وائرس د كېسونو ټوله شمېره 16907425 ته رسېدلې، په وبا كښې 472531 كسان مړه شوي. رپورټ

برازيليا 06 جون (اے پي پي) په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 66017 كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره په هېواد كښې د كورونا وائرس د كېسونو ټوله شمېره 16907425 ته رسېدلې. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د برازيل د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نور يو زر 689 كسان مړه شوي دي او دې سره په هېواد كښې په دې وبا كښې د مړو كسانو شمېره 4 لكه 72 زره 531 ته رسېدلې. د چارواكو له مخې په برازيل كښې تر اوسه 70.4 مليونه خلقو ته د كورونا واكسين لګول شوي دي.