پيانګ يانګ 06 جون (اے پي پي) شمالي كوريا وئيلي دي چې اسرائيلي په غزه كښې جنګي جرائم كړي دي. د شمالي كوريا مېډيا له مخې شمالي كوريا د غزه په پوله كښې د قابض اسرائيلي ځواكونو د جرائمو غندنه كولو سره فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونه كړې. د شمالي كوريا خارجه وزارت وئيلي دي چې اسرائيلي پوځ په بې ګناه فلسطينيانو بريدونه كوي. پيانګ يانګ د قابض اسرائيلي ځواكونو د جرائمو غندنه كوي. پھ بيان كښې وئيلي شوي دي چې د غزه په پوله كښې 66 فلسطيني ماشومان شهيدان شوي دي او 560 ژوبل شوي دي. د اسرائيل لخوا دا قتل عام د انسانيت په ضد جرم او امن لپاره سخت چېلنج دے.