انقره 06 جون (اے پي پي) د تركيې صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي چې د تركيې پشمول ټولې نړۍ ته پاك ماحول وركولو لپاره به هڅې روانې ساتلې شي. د تركيې ځائي مېډيا له مخې د ماحولياتو نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پېغام كښې ترك صدر ووئيل چې د ماحولياتو تحفظ د ټولو خلقو، هېوادونو او انسانيت شريكه معامله ده خو تركيې په دې لړ كښې د مشرې كردار روان ساتلې. ده ووئيل چې چې د ماحولياتو تحفظ د ټولو خلقو، هېوادونو او انسانيت شريكه مسئله ده ځكه په دې لړ كښې ټولو ته كار كول ضروري دي.