په هند كښې د فضائي الودګۍ بحران په انتها دے، د مودي حكومت د امرناتھ ياترا په كولو ضد كوي، سره د دې چې دا ماحول لپاره زيان رسونكې دې

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د جون 5مه نېټه د ماحولياتو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل كېږي خو د غور خبره دا ده چې په هند كښې په دې وخت كښې د فضائي الودګۍ بحران انتها ته رسېدلے دے. د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع د كشمير مېډيا سروس لخوا په جاري شوي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د هند لوي ښارونه د الودګۍ تباه كوونكې كچې ته رسېدلي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې يو سوئس ګروپ ”IQAir“ د كال 2020م د خپل نړيوال فضائي معيار په رپورټ كښې وئيلي دي چې په نړۍ كښې په زيات الوده 30 ښارونو كښې 22 په هند كښې دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې نوے ډيلے د نړۍ تر ټولو زيات الوده پايه تخت دے او د نړۍ په زيات الوده ښارونو كښې د دې 14م نمبر دے. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په هند كښې د فضائي الودګۍ بحران په انتها دے، د مودي حكومت د امرناتھ ياترا په كولو ضد كوي، سره د دې چې دا ماحول لپاره زيان رسونكې دې. په رپورټ كښې په دې خبره د افسوس څرګندونه شوې چې د نرېندر مودي د امرناته ياترا په وجه د مقبوضه جمو كشمير ماحول ته ورپېښ خطرات نظر انداز كوي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په مقبوضه كشمير كښې امرناتھ ياترا هغسې كورونا سپر سپرېډر ثابتېدې شي څنګه چې په هند ك ښې د كمبه مېله ثابته شوې وه.