په چين كښې د كوئلې په كان كښې د چاودنې په نتيجه كښې يو تن مړ او اووه بې دركه شوي دي

بيجنګ 05 جون (اے پي پي) په چين كښې د كوئلې په كان كښې د چاودنې په نتيجه كښې يو تن مړ او اووه بې دركه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې دا پېښه د چين په مېنځني هنان ولايت كښې رامېنځ ته شوې. د چينائي چارواكو له مخې د كوئلې په كان كښې د كوئلې او ګاز چاودنې په نتيجه كښې يو تن مړه او اووه بې دركه شئي دي. د چارواكو له مخې د پېښې په ځائ كښې د مرستې چارې روانې دي او د بې دركه كسانو د لټون او بچ كولو هڅې كولې شي.