په بركينا فاسو كښې د ترهګرو په بريد كښې 14 كسان وژل شوي

اوګادوګو 05 جون (اے پي پي) د افريقې په بركينا فاسو هېواد كښې په يو كلي د ترهګرو په بريد كښې 14 كسان وژل شوي دي. د برتانوي مېډيا له مخې ترهګرو د بركينافاسو په شمال كښې په تادريات كلي بريد كړے او په نتيجه كښې ئې 14 كسان وژل شوي دي. د يادونې وړ ده چې په بركينا فاسو كښې د مسلمانانو اكثريت دے او په ګاونډي مالي هېواد كښې د ترهګرو بريدونه عام دي. د دې اثرات د پولې په بله غاړه بركينا فاسو هم په نظر راځي. په بركينا فاسو كښې د تېرو څلورو كلونو په مهال د ترهګرې په بريدونو كښې د 700 نه زيات كسان وژل شوي دي.