
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي پرمختلليو هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد د معيشت په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولې شي ځكه چې هغوي د جديد ټيكنالوجي ، تحقيق او د مصنوعات پرمختګ پوهه لري ۔دا خبره ده د جمعي په ورځ د سائنس او ټيكنالوجي منصوبو تر مخه د برآمدي معيشت پرمختګ په اړه د يو ويبينار مشرۍ كښې وكړه۔ سيليكون ويلي او د نړۍ نورو برخو سره تعلق لرونكو د نوموړو كمپنيو پوهانو په ويبنار كښې برخه واخسته۔دا ويبنار هغه وړومبے مثال دے چرته چې د ټولې نړۍ د بيلو څانګو نوموړو پوهانو سره رابطه جوړه كړې شوې ۔ ويبنار كښې د سائنس او ټيكنالوجي په څانګه كښې په شوي پرمختګ او په نورو چارو بحث وكړے شو۔وفاقي وزير ووئيل دې ډول رابطو سره بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو صلاحيتونو كارولو له به مرسته ترلاسه شي۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له آسانۍ وركولو ته خاص پام لرنه كوي