بيجنګ 04 جون (اے پي پي) چين د خزلې جامع استعمال لپاره تر كال 2025 د نمونې په توګه د 50 مركزونو جوړولو د منصوبې پرانسته كړې ۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې چين په لويه كچه خزله د استعمال جوګه كولو لپاره د 50 مركزونو منصوبه پېل كړې كومه چې به د كاربن اخراج كمولو او د قدري معدني وسائلو استعمال له مرستياله وي۔ د يادونې وړ ده چين اعلان كړے چې تر كال 2030 به د كاربن ډائي اكسائيډ د اخراج كچه كمولو او تر كال 2060 كاربن په بشپړه توګه بې ضرره كولو او ماحول دوسته جوړولو لپاره هڅې كوي