“جيو اكنامكس” ته په خارجه پاليسۍ كښې پام لرنه كوو٬ په عارضي نه بلكې په اوږد مهاله اقتصادي پرمختګ اېجنډا عمل كوٶ۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان دا مهال نازك پړاٶ ته داخل شوے٬ 44 فيصده امريكائي او د ناټو ځواكونه د افغانستان نه وتلې دي او بشپړې انخلاء له د ستمبر 11 مه نيټه اعلان شوې ۔ د جمعې په ورځ د افغانستان په تناظر تابيا شوې درې كسيزه غونډې او د منطقې په صورتحال خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو انخلاء پېل شوې او افغانستان دا مهال نازك پړاٶ ته داخل شوے ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل زما په دې لړ كښې د افغانستان او چين خارجه وزيرانو سره تفصيلي خبرې شوي٬ ما افغان خپل همڅنګ ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړې دغسې چې په افغان امن عمل ٬ په دوحه كښې په روانو خبرو اترو او د سباٶن لائحې پحقله نورې خبرې وكړې شو