رياض 04 جون (اے پي پي) د سعودي عرب پايه تخت رياض كښې د موسيقۍ محفلونو بحالولو اعلان شوے ۔ د عرب ميډيا له مخئ د سعودي د جنرل انټرټينمنټ اتھارټۍ “ټيكے” مشر تركي آل الشېخ خپل ټويټ پېغام كښې د كرونا پروټوكول له مخې د موسيقۍ د محفلونو بيا پېل كولو اعلان كړے ۔ ۔ ده د ون يونټ انتظاميې او زائرينو ته د كرونا په پروټوكول په سختۍ سره د عملدرامد هدايت كړے او د موسيقۍ په محفل كښې د 40 فيصده كسانو ناستې سره د ماسك په استعمال زور رواړلے شوے۔ د موسيقۍ په محفل كښې ګډون كوٶنكو يا برخه اخستونكو هنر مندانو لپاره ضروري ده چې دوي واكسين ولګوي او د دې نه علاوه په “توكلنا” اېپ رجسټرډ وي