سعودي عرب ته تلونكو لپاره د كورونا ويكسين آسانيو اعلان

رياض 04 جون (اے پي پي) سعودي عرب ته تلونكو لپاره د كورونا ويكسين آسانيو اعلان شوے۔ د سعودي ميډيا له مخي د روغتيا وزارت ميډيا ته ووئيل هېواد ته په وزټ ويزا راتلونكو كسانو له به د پاتي كيدو په مهال رجسټريشن كولو سره ټول هېواد كښې د كوم هم كورونا سنټر څخه د ويكسين ډوز لګول وي۔د روغتيا وزارت ټول هېواد كښې د كورونا ويكسين مركزونه جوړ كړي چرته چې د توكلنا ايپ د لاري د كورونا وائرس څخه بچ كيدو ويكسين لګولې كيدې شي۔ كورونا ويكسين دا مهال د سعودي وګړو او هېواد كښې مېشته غير ملكيانو لپاره ويړيا ترلاسه كيدې شي۔ سعودي د روغتيا وزارت شميري له مخي تر اوسه سعودي عرب كښې يو كروړ 40 لكهه كسانو ته د كورونا وائرس څخه بچ كيدو ويكسين لګولې شوي