برازيل كښې د كرونا په سبب د مړو شمېره د 4 لكه 67 زره نه واوړېده

رېوډي جنيرو 03 جون (اے پي پي) برازيل كښې د كرونا په سبب د مړو كسانو شمېره د 4 لكه 67 زره نه اوړېدلې او په ګرد هېواد كښې د رنځورانو شمېره د يو كروړه 67 لكه 20 نه زياته شوې ۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخې د مرګوني رنځ څخه د نوېو كېسونو رامخې ته كېدو نه پس د ځپليو شمېره يو كروړ 67 لكه 20 زره 81 ته رسېدلې ۔ د ځائي صحت وزارت له مخې ګرد هېواد كښې د مرګوني رنځ له امله تراوسه په مجموعي توګه 4 لكه 67 زره 706 كسان مړه شوي او د فعاله كېسونو شمېره لس لكه 84 زره 45 ده۔ د يادونې وړ ده برازيل د كرونا وائرس څخه د مړو كسانو شمېرې په لحاظ سره د امريكې نه پس په دوېم لمبر دے او د ځپليو په لحاظ سره د امريكې او هند نه پس په درېم لمبر دے۔(