واشنګټن 03 جون (اے پي پي) امريکا كښې د كرونا له امله د مرګونو شمېره د 6 لكه 11 زره نه زياته شوې او د ځپليو شمېره د 3 كروړه 41 لكه 54 زره نه اوړېدلې ده۔ د زيارت په ورځ د ميډيا له مخې ګرد هېواد كښې د كرونا مجموعي شمېره 3 كروړه٬ 41 لكه 54 زره 305 او د فعاله كېسونو شمېره 55 لكه 56 زره 774 ده۔ امريكا د كرونا وباء له امله زيات ځپلے شوے هېواد دے چرته چې د مجموعي مرګونو شمېره د نړۍ د نورو هېوادونو نه زياته ده چې پكښې په امريكا كښې د مړو كسانو شمېره 6 لكه 11 زره 20 ده۔ د يادونې وړ ده د کرونا وائرس د دوېمې او درېمې چپې په مهال په امريكا كښې د ټولو نه زيات مرګونه شوي۔ په امريكا كښې د كرونا څخه ټول 27986511 كسان صحت مند شوې دي