هري پور 03 جون (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب به د دوه كروړه روپو په لګښت د جوړېدونكې سنګر فيډر(سبا)د خالي په ورځ پرانسته كوي۔د پرانستې دستورې په اړه مشاورتي غونډه وشوه۔په غونډه كښې د دستورې انتظامات ته حتمي شكل وركړے شو۔د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان به د خالي په ورځ ماښام څلور بجې په سرائے نعمت خان كښې د سنګر فيډر پرانسته كوي۔