د هالېنډ او آئرلېنډ ترمېنځه دوېمه ون ډے به (نن) كېږي

اېمسټر ډيم 03 جون (اے پي پي) د هالېنډ او آئرلېنډ ترمېنځه دوېمه انټرنېشنل ون ډے به (نن) د جمعې په ورځ كېږي۔ كوربه لوبډلې هالېنډ ته د درېو ميچونو په سيريز كښې د صفر په مقابل كښې د يو مېچ ګټلو بريا ترلاسه ده۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه درېمه او اخري ون ډے به د جون په 7مه نيټه كېږي۔ د يادونې وړ ده په وړومبي مېچ كښې هالېند د مېلمه لوبډلې په ضد په يو رن كاميابي ترلاسه كړې وه۔