نيويارك 02 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د كشمير په اړه د نړيوالې ادارې مشر ولكن بوزكر په بيان د هند غبرګون رد كړے او وئيلي ئې دي د هغه بيان د جمو او كشمير شخړې په اړه د نړيوالې ادارې د پخواني دريځ له مخې دے. ولكن بوزكر د پاكستان دورې په مهال وئيلي وو د جمو كشمير شخړه په ملګرو ملتونو كښې پورته كول د پاكستان فرض دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د صدر وياند اېمي كوانټرل تېره ورځ د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې د يو پرېس بريفنګ په مهال ووئيل د پاكستان دورې په مهال ولكن بوزكر واضحه كړې وه چې په سوئيلي اسيا كښې پوخ امن، سلامتيا او خوشحالي د هند او پاكستان په اړيكو كښې بهترې سره تړلې ده او دا اړيكې د دواړو هېوادونو لخوا د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې د جمو كشمير مسئلې سوله ايز حل سره معمول ته راتللې شي