ټي-20 نړيوال كپ د هند څخه متحده عرب امارات ته منتقل كېدے شي. آئي سي سي

دبئي 02 جون (اے پي پي) انټرنېشنل كركټ كونسل﴿آئي سي سي﴾ سږ كال د شېډول شوي ټي-20 نړيوال كپ د هند څخه متحده عرب امارات ته د منتقل كولو اراده څرګنده كړې. تېره ورځ د آئي سي سي د بورډ غونډه كښې د كال 2024م نه تر كال 2031م د آئي سي سي په ايونټس خبرې وكړې شوې. د خبر له مخې په غونډه كښې سږ كال په هند كښې د شېډول شوي ټي ټونټي نړيوال كپ په اړه هم غور وكړے شو. آئي سي سي د نړيوال كپ انتظامي كمېټې ته هدايت وكړو چې هغه دې ټي-20 نړيوال كپ په متحده عرب امارات كښې كولو له چمتوالے ونيسي. په دې كښې به د يو بل خليجي هېواد شاملولو آپشن هم ساتلے شي. د آئي سي سي له مخې د ايونټ د كوربتوب حقونه به هند سره وي خو د كوربه ځائے په اړه حتمي پرېكړه به د روانې مياشتې تر اخر كولې شي.