د مسجد نبوي ډيجيټل كتابتون پرانستلے شو

مدینه ۔2جون(اے پی پی) د حرمېن شريفېن د انتظامي چارو مشر شېخ ډاکټر عبد الرحمن السدېس د مسجد نبوي ډیجیټل كتابتون پرانسته كړې ۔ د سعودي عربستان خبر رسنې ادارې له مخې د مسجد نبوي دې ډيجيټل كتابتون كښې به هر ډول اړوندې آسانۍ موجود وي كومو څخه به چې كتابتون ته راتلونكي ګټه پورته كولې شي۔ د مسجد نبوی زائرينو ته هر ډول آسانۍ وركولو پالېسۍ تر مخه به كتابتون كښې جدت رامخې ته كولې شي۔