د مكي ګورنر شهزاده خالد الفېصل سره د حج او عمرې د سپيشل فورس كمانډر ملاقات

مكه 02 جون (اے پي پي) د مكي ګورنر او د مركزي حج كمېټۍ مشر شهزاده خالد الفيصل سره د حج او عمري د سپيشل فورس نوي كمانډر ميجر جنرل محمد البسامي د خپل معاون بريګيډيئر فواز المتيھي سره ملاقات كړے ۔ شهزاده خالد الفيصل ميجر جنرل البسامي له په نوو ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړې او فرائض په ښه ډول ترسره كولو ئې هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ۔ د سعودي د كورنيو چارو وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود اوسنيو كښې د كورنيو چارو وزارت په لوړو چوكو نوي افسران غوره كړي چې پكښې ميجر جنرل محمد البسامي كمانډر حج او عمره سپيشل فورس ، ميجر جنرل سلمان الجميعي ډائريكټر محكمه ټريفك او بريګيډيئر ډاكټر فواز المتيھي د حج او عمري سپيشل فورس ډپټي كمانډر شامل دي