اي سي او يو مهم سيمه ايز تنظيم دے٬ د پارلماني اسمبلۍ دوهم كانفرنس خوشبينه دے٬ د كانفرنس په نتيجه كښې به پارلماني روابطو او د يو بل د تجربو څخه په استفاده كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د افغان اولسي جرګه سپيكر مير رحمان رحماني كانفرنس ته وېنا

APP37-010621 ISLAMABAD: June 01 – A group photo of President of the Islamic Republic of Pakistan Dr. Arif Alvi with the Speaker of the Parliaments of Afghanistan, Azerbaijan, Pakistan, Turkey, Tajikistan and Uzbekistan on the occasion of Second General Conference of the Parliamentary Assembly of Economic Cooperation Organization (PEACO). APP

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د افغان د اولسي جرګه سپيكر مير رحمان رحماني وئيلي دي چې اي سي او يو مهم سيمه ايز تنظيم دے٬ د پارلماني اسمبلۍ دوهم كانفرنس خوشبينه دے٬ د كانفرنس په نتيجه كښې به پارلماني روابطو او د يو بل د تجربو څخه په استفاده كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د نهې په ورځ د اي سي او د پارلماني اسمبلۍ دوهم كانفرنس ته خپلې وېنا كښې مير رحمان رحماني ووئيل چې مونږ شريكه جغرافيه او تاريخ لرو٬ جغرافيائي تړون كښې اضافې لپاره په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل چې اي سي او يو مهم سيمه ايز تنظيم دے٬ د پارلماني اسمبلۍ دوهم كانفرنس خوشبينه دے٬ د كانفرنس په نتيجه كښې به پارلماني روابطو او د يو بل د تجربو څخه په استفاده كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د اولسي جرګې مشر ووئيل چې افغانستان به د اقتصادي مرستې تنظيم مقاصد ترلاسه كولو كښې خپل كردار لوبوي