په برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره د 4 لكه 62 زره څخه زياته شوې

ريوډي جنيرو 01 جون (اے پي پي) د لاطيني امريكې په هېواد برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره د 4 لكه 62 زره څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د رنځورانو شميره د يو كروړ 65 لكه 47 زره څخه زياته شوې۔ د امريكائي ميډيا له مخي په برازيل كښې د وائرس نوي كيسونو رامخي ته كيدو نه پس د ځپليو شميره 16547674 ته رسيدلې ده۔ برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د ورځې په بنياد د مړو شميره يو ځل بيا زياته شوې، د برازيل د روغتيا وزارت له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مجموعي شميره 462966 ده دغسې بيلو سيمو كښې دا مهال كورونا وائرس 1120077 فعاله رنځوران دي۔ د برازيل د روغتيا وزارت شميرو له مخې په هېواد كښې تر اوسه14964631 څخه زيات كورونا رنځوران ښه شوي۔ برازيل د كورونا وائرس رنځورانو اعتبار سره د نړۍ دريم دغسې د مړو په اړه دويم تر ټولو زيات ځپل شوے هېواد دے