هند كښې د كورونا وائرس د يو لك 27 زره څخه زيات كيسونه رامخې ته شوي،2795 نور كسان مړه شوي

نوې ډيلې 01 جون (اے پي پي) په هند كښې د كورونا وائرس د يو لك 27 زره څخه زيات نوي كيسونه رامخې ته شوي دغسې نور 2 زره 7 سوه څخه زيات كسان مړه شوي۔ د هند ميډيا له مخي د تيرو 24 ساعتونو په مهال هېواد كښې نور 127510 كسانو كښې د كورونا وائرس تشخيص شوے، د هند د روغتيا وزارت له مخې په دې مهال د كورونا وائرس له امله 2795 كسان مړه شوي او دې سره د وائرس له امله د مړو شميره 331909 ته رسيدلې۔ په هند كښې كورونا وائرس د ورځي په بنياد كيسونو كښې كمي رامخي ته شوې۔ د هند په بيلو رياستونو كښې كورونا وائرس ځپليو شميره 2 كروړه 81 لكه 17 زره ته رسيدلي۔ د هند د روغتيا وزارت چارواكو له مخي د تيرو 24 ساعتونو په مهال پايه تخت نوي ډيلي پشمول د هېواد په بيلو سيمو كښې نورو 127510 كسانو كښې كورونا وائرس تشخيص شوے. دغسې 2795 كسان د وائرس له امله مړه شوي دي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند دا مهال د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلې شوے هېواد دے۔ ټول هېواد كښې تر اوسه كورونا وائرس ښكار شوي 25939504 كسان ښه شوي دي