د ايران، روس او چين ترمينځه په اتومي لوظنامه د عمل درآمد په اړه خبرې

ويانا 01 جون (اے پي پي) د آسټريا پايه تخت ويانا كښې د ايران، روس او چين مذاكرات كار پلاويو مشرانو په اتومي لوظنامه د عمل درآمد په اړه د خبرو اترو سلسله روانه ساتلو سره د لوظنامې مخ په وړاندې بوتللو په حقله د خيالاتو څرګندونه كړې۔ په ويانا كښې په نړيوال تنظيم كښې د ايران نمائنده دفتر يو ټويټ كښې د ايران، روس او چين مذاكرات كار پلاويو مشرانو ترمينځه د خبرو اترو په اړه خبر وركړے۔ د ټويټ له مخې د ايران نائـب خارجه وزير او سينيئر اتومي مذاكرات كار سيد عباس عراقچي د روس او چين مستقل نمائندګانو وانګ كوان او ميخائيل اوليانوف او نړيوالو تنظيمونو شموليت سره يوه ناسته كړې