ليډي ريډنګ روغتون كښې د كورونا د رنځورانو شميره كمه شوې

پېښور 01 جون (اے پي پي) د پېښور ايل آر ايچ وياند محمد عاصم وئيلي دي چې په ايل آر ايچ كښې د كورونا بستر رنځوران تر ډير حد كم شوي دي او په روغتون كښې د كورونا د بستر رنځورانو شميره 143 پاتې شوې۔ ده ووئيل آئي سي يو كښې 18رنځوران داخل دي۔ د كورونا رنځورانو شميره كښې د نور كمي په صورت كښې او پي ډي او ايليكټيو سروسز په پيل كولو به غور كولې شي۔ ده ووئيل چې د كورونا په اړه هم انتظامات تر دې وخت هغسي دي