داخله وزير ضياﺀ الله لانګو د مقصود احمد په مړينه غمرازي ښكاره كړه

کوئټه ۔1جون(اے پی پی) د بلوچستان داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو د اېس پي اے ټي اېف مقصود احمد په ناڅاپي مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔ صوبائي داخله وزير د مقصود احمد خذمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مقصود احمد خپلې خاورې سره بې كچه مينه لرله۔ د هغه خذمات به تر ډېر وخت ياد ساتلې شي۔ داخله وزير دعا وكړه چې لويې څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي