کوئټه ۔1جون(اے پی پی) د بلوچستان عوامی پارټۍ د اطلاعاتو صوبائي سېكرټري چوهدري شبيروئيلي دي چې د وزيراعلی جام كمال په مشرۍ كښې د بي اے پي حكومت د خپلو اتحادي ملګرو په مرسته بلوچستان څخه د سماجي ٬ معاشي او تعليمي پسماندګۍ ختمولو سره سره اولس ته د روزګار موقعې وركولو له ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د عزیز احمد لهړی، علی احمد لهړی او عبداللہ بنګلزئی په مشرۍ كښې د قلات مستونګ پلاويو سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل د وزیراعلیٰ لخوا د ډويژن ٬ ضلعو او تحصيلونو جوړېدو منظوري هم د اولس پرمختګ او سوكالۍ له د پورته كېدو ګامونو برخه ده۔ هغه ووئيل بلوچستان كښې د نوے ډويژن او ضلعو جوړېدو سره به د پرمختګ او سوكالۍ نوے دور پېل شي