کوئټه۔1جون(اے پی پی)صوبائی داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو په پير اسماعيل زيارت او تربت كښې په امنيتي ځواك د ترهګرو بريد په سختو ټكو كښې غندلو سره وئيلي دي امن دښمن د امنيتي ځواك كاميابو عملياتو نه يرېدو سره اوس په پټه بريدونه كوي۔ هغه ووئيل چې بچ پاتې شوي د شمېر امن دښمنه عناصر به ډېر زر خپل انجام سره مخ كړې شي۔ هغه ووئيل اتلانو خپلې وينې سره د خپل ګران هېواد امن په ځائې كړې٬ د شهيدانو ځانګړې قربانيو ته اولس سلام وړاندې كوي۔ هغه ووئيل د شمېر څو ترهګر د قام پوخ عزم كمزورې كولې نه شي۔ اولس د ترهګرۍ ناسور نوغي ويستلو له يو موټې دې۔ داخله وزير د شهيد اهلكارو قربانۍ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمجنيو كورنيو سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه