پیښور 31مئی(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ كښې دهرنا وركونكو د قبائيلي ضلعو غړو خپل خپل احتجاج ختم كړې۔ د فاټا انضمام په مهال د شويو لوظونو په نه پالل كېدو د قبائېلي غړو لخوا په ايوان كښې احتجاج روان و۔ دوئي د درې ورځو نه د سپيكر ډائس مخې ته دھرنا وركوله۔ تېره ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال د محنت صوبائي وزير شوكت يوسفزئي دھرنا وركوونكو ته باور وركړو چې هغه به د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير محمود خان سره دا مسئله پورته كړي او د هغوي جائزې غوښتنې به پورت كړې شي۔ دې نه پس په اسمبلۍ كښې قبائلي غړو خپل احتجاج ختم كړو