ابوظهبی۔31مئی(اے پی پی)پاکستان سپر لیګ كښې برخه اخستو لپاره ابوظهبي كښې لوبغاړو د قرنطينه په مهال په زړه پورې ورك آؤټ وكړو۔ د تفصیلات لمخې د كراچي كنګز لوبغاړي بابر اعظم په سوشل ميډيا د خپل ورك آؤټ حوالې سره خپله يوه وېډيو شېئر كړه ۔ د قامي كركټ لوبډلې زلمي فاسټ بالر هم په سوشل ميډيا خپل اكاؤنټ كمره كښې د ورزش كولو يوه وېډيو شېئر كړه۔ د پېښور زلمي اوپنر امام الحق د وېډيو كال سكرين شاټ شيئر كرو په كوم كښې چې وهاب ریاض، عماد وسیم، بابراعظم او شعېب ملک موجود و۔ امام الحق يو پوسټ كښې ليكلي چې يو بل ته د نزدې پاتې كېدو باوجود مونږ يو بل نه ډېر لرې يؤ۔ په يو فلور موجود يؤ ولې ملاقات كولې نه شؤ۔ د خپلې تنهائۍ لرې كولو له يو بل سره د وېډيو كالز د لارې ګپ شپ لګوؤ۔