هري پور كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كرونا 18 نوې رنځوران تصديق شوي٬ د فعاله كېسونو شمېره 91 ته ورسېده

هري پور31مئي (اے پي پي) هري پور كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كرونا 18 نوې رنځوران تصديق شوي٬ د فعاله كېسونو شمېره 91 ته رسېدلې ده۔ د ډاكټر اېسوسي اېشن صدر ډاكټر حسنېن رضاترابي وئيلي دي چې په ضلع كښې د كرونا رنځورانو شرح دوه فيصده شوې ده۔ ده ووئيل د كرونا درېمه چپه ډېره خطرناكه ده دې لپاره خپل ځان او خپله كورنۍ د كرونا وباء څخه محفوظ ساتلو لپاره په حكومتي اېس او پيز په سختۍ سره عمل وكړۍ