ګوادر پورټبشپړه فعاله دے، په ائيرپورټپه بيړه كار روان دے۔ د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن

ګوادر31مئي (اے پي پي) د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن ليفټيننټ جنرال (ر) عاصم سليم باجوہ وئيلي دي چې ګوادر پورټ بشپړه فعاله دے، په ائيرپورټ په بيړه كار روان دے۔ ګوادار كښې د خبري كنفرنس په مهال عاصم سليم باجوہ ووئيل اوس په بندر ځائ ټرافېك زياتولو ته پام كوٶ ٫په دوه نيمو دريو كالو كښې ګوادر كښې 12 زره كسانو ته ملازمتونه ترلاسه شوې دي،دګوادر پورټ څخه د سامان ترسيل لپاره آن لائن بكنګ كېدې شي۔عاصم سليم باجوہ ووئيل د ګوادر په هوائي مېدان كار په تندۍ سره روان دے٬ وزيراعظم نوكرۍ وركولو لپاره خاص زور وركوي٬ وزيراعظم په ووكېشنل تربيه هم روز رواړې دے ٬ په ګوادر كښې په سپورټ اسټرکچر كار په بيړه روان دے او د ګوادر سټي ماسټر پلان منظور شوے او د عملي كېدو په پړاٶ كښې دے۔ ده ووئيل د ګوادر په پرمختګ كښې به په سباٶن كښې تندوالې په نظر راشي، دګوادر پحقله ناسم تاثر وړاندې كېږي،د اېم-8 يو سېكشن پاتې دې كومه چې متبادل لاره ده او په ھغې هم كار په تندۍ سره جاري دے۔ ده ووئيل د سوئيلي بلوچستان سيمې په ماضي نظر انداز كړې شوې په دغه سيمو كښې سړكونه جوړېږي٬ په ګوادر كښې د چين په مرسته روغتون هم جوړېږي٬د بلوچستان كردندګرو سره ملاقات هم شوې٬ د كركيلې پلان د سي پېك د فېز ټو برخه ده۔ د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن عاصم سليم باجوه ووئيل د فشرمېنز ټولې مسئلې به حل كوٶ