ابوجا 31 مئي (اے پي پي) د نائجيريا پوليس په شمالي لويديز ايالت كټسينا كښې ډاكوانو سره په مقابله كښې 5 ډاكوان د وژلو تصديق كړے ۔ د چين خبري اژانس له مخې د پوليس وياند ووئيل تېره ورځ پوليس د جرائم پېشه كسانو په ضد كاروائي كړې او په دې موقع 5 ډاكوان وژلې شوي او د دوي 15 سهولت كار نيولې شوي۔ پوليس ووئيل د دوي د قبضې څخه نشه اي توكې ٬ ګوله بارود او نوره وسله تر لاسه شوې۔