په انډونېزيا كښې د مسافرو په بېړۍ كښې د اور لګېدلو په مهال يو كس بې دركه شو، د 270 نه زيات كسان بچ كړے شول

جكارته 31 مئي (اے پي پي) په انډونېزيا كښې د مسافرو په بېړۍ كښې د اور لګېدنې پېښې په مهال يو كس بې دركه شوے او د 270 نه زيات كسان بچ كړے شوي. د خبر له مخې بچ كړي كسان نزدې جزيرې ته رسولې شوي او د بې دركه كس لټون روان دے. د چارواكو له مخې د مسافرو دا كشتۍ د سنانا سيمې پلو روانه وه. په بېړۍ كښې د اور لګېدو نه پس مسافرو او عملې سمندر ته ټوپ كړي او خپل ځانونه ئې بچ كړي.