
مانسهره 31 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاكستان قدرتي حسن لرونكے هېواد دے، كاغان او ناران د پاكستان ښكلې درې دي، د دې ځاے خلق مېلمه دوست دي، د سېلګرې په ځايونو كښې اولس ته اسانۍ وركولو لپاره حكومت ګڼ شمېر اقدامات كوي، زمونږ خواهش دے چې د دې منطقې ښكلا تل پاتې وي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د قاامي اسمبلۍ غړي صالح محمد خان سواتي په بلنه د ناران او كاغان دورې په مهال خبريالانو سره خپلو خبرو كښې وكړې. ده ووئيل د دې ځاے د سېلګرې ځايونه په ټوله نړۍ كښې په ښكليو ځايونو كښې شمېرلے كېږي. ده ووئيل د سېلګرې په ځايونو كښې اولس ته اسانۍ وركولو لپاره حكومت ګڼ شمېر اقدامات كوي، مونږ دې سيمو ته پرمختګ وركولو سره د ټولې نړۍ سېلګري راغب كولې شوو. ده ووئيل په ټول هېواد كښې د كورونا له امله ځپلے شوے كاروبار بېرته بحال كېدل پېل شوي ، د سېلګرې ځايونه آباد شوي، سېلګري ډېره موده پس د سېلګرې ځايونو ته روان دي. د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل اوس به د كورونا په اېس او پيز عمل كول وي.هسې نه چې د كورونا شرح بېرته زياته شي او مونږ بيا خپل كاروبار او د سېلګرې ځايونه بند كړو. ده ووئيل هغه به د سيمې د محرومې ازالې لپاره وزيراعظم عمران خان سره خبره كوي.