کابل ۔30 مئی(اے پی پی) د افغانستان هرات اولسوالۍ كښې د سرګ په غاړه د اېښودلې شوي بم چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د رېلوے 6 محافظ مړه او 2 ژوبل شول۔ د چين ابلاغ ذريعو د يو عهدېدار حوالې سره وئيلي دي چې د سړك په غاړه د اېښودلي شوي بم چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د رېلوے 6 محافظ مړه او 2 نور ژوبل شوي دي۔ د رېلوے چاراكو خپل بيان كښې د رېلوے په محافظينو بريد د هېواد پرمختګ سره دښمني ګرځولو سره د دې غندنه كړې ده۔ هغه ووئيل د پېښې په اړه پلټنې پېل كړې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د افغانستان كاپيسا ولايت كښې هم دا ډول يوه بله پېښه كښې په مني وېن كښې ناست 4 كسان مړه او 11 نور ژوبل شول۔ پېښې سره مخ شوې دا مني وېن د البېروني پوهنتون و كوم كښې چې زده كوؤنكي او استاذان ناست وو۔ بلخوا كومې ډلې په فوري توګه ددې بريدونو ذمه واري قبوله كړې نه ده۔ دا خبره دې ياده وي چې د تېر كال نومبر مياشت كښې په كابل پوهنتون بريد شوے و د كوم ذمه واري چې داعش ډلې قبوله كړې وه۔