د افغانستان په حقله د بريفنګ انتظامات دې زر تر زره وكړې شي۔ د ايئر بېس په اړه شاه محمود قرېشي او خارجه دفتر خپل په زړه پورے دريځ وركړے دے۔ اپوزیشن د جلسو جلوسونو په ځائې بايد تعميري او مثبت هلو ځلو ته پام وګرځوي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن بيان

اسلام آباد۔29مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د افغانستان په حقله د بريفنګ انتظامات دې زر تر زره وكړې شي۔ د ايئر بېس په اړه شاه محمود قرېشي او خارجه دفتر خپل په زړه پورے دريځ وركړے دے۔ د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د اپوزیشن د ټاكنو اصلاحاتو نه تېښته د دوئي دريځ كښې تعارض په ګوته كوي۔ اپوزیشن حکومت سره د ټاكنو په اصلاحاتو خبرې هم نه كوي او د ټاكنو اصلاحات غواړي هم نه۔ هغه ووئيل حكومت خو اپوزيشن ته د ټاكنو په اصلاحاتو د خبرو وئيلي دي۔ هغه ووئيل په پي ډي اېم كښې ښكاره تضاد او تعارض دے۔ يو ټولګې جلسه كول غواړي او دوېمه ډله د پارليمنټ دننه خبره كول غواړي۔ هغه ووئيل مولانا دې د خپلې سياسي محرومۍ بدله جمهوري نظام نه نه اخلي۔ هغه ووئيل د الېكټرانك ووټنګ مخالفت كوؤنكي د ټګۍ نظام مخ په وړاندې بوځيِ۔ وفاقي وزير ووې ښه به دا وي چې اپوزيشن په آزاد جموں وكشمير كښې كېدونكو ټاكنو ته پام وګرځوي دغسې چې معلومه شي چې څوك چرته ولاړ دے۔